نړۍ، د غوايي ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرون جمعه په دغه سازمان کې د فلسطین د دایمي غړیتوب لپاره مثبته رایه ورکړې او دغه هېواد یې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره وړ بللی دی.
مجمع کې شاملو ۱۴۳ هېوادونو مثبته، ۹ مخالفه او ۲۵ هغو یې له رایې اچونې ډډه وکړه.
باید و ویل شي، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د امنیت شورا کوي او د ملګرو ملتونو عمومي مجمع پرونۍ پرېکړه یواځې مرسته کوي تر څو فلسطین دغه حق ترلاسه کړي، خو د دغې شورا یو دایمي غړي امریکا میاشت وړاندې په ملګرو ملتونو کې د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د فلسطین پر ضد پرېکړه کړې وه او له ویټو څخه یې کار اخیستی وه.
ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا به سیمه کې د روان کړکېچ په راکمولو او حل کې مرسته وکړي.