امنیت

دکابل لپاره د طالبانو نومول شوى والي په بدخشان کې ووژل شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دکابل ولايت لپاره نومول شوى والي دبدخشان ولايت په وروستيو جګړو کې وژل شوى دى.
دوسله والو طالبانو دغه قوماندان په ښکاره له خپلو دريو تنو نږدې ملګرو سره د راغستان ولسوالۍ د وروستيو پوځي عملياتو په بهير کې وژل شوى دى .
دبدخشان ولايت يو امنيتي مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې دراغستان په جګړو کې دکابل لپاره د طالبانو دنومول شوى والي وژل کيدل تاييد کړل خو دهغه دنامه يادونه يې ونه کړه .
ده وويل د طالبانو دغه جګپوړى قوماندان له خپلو دريو تنو نږدې ملګرو سره دبدخشان په راغستان ولسوالۍ کې دکوماندو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى په دغو عملياتو کې ددغې ډلې دڅو تنو قوماندانانوپه ګډون په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په يوبل خبرکې ويل شوې دي چې درې تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو کله چې دوردوج په لويه لاره کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و بريد وشو .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيروته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته