سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د افغانستان بیرغ زموږ د وقار، عزت، یووالي او مساوات بیرغ دی

کابل/ د زمري  ۷ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازیګر د افغانستان بیرغ له پورته کولو وروسته د بیرغ ملي ورځې په مناسبت ځانګړو مراسمو کې وینا هم وکړه.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د جمهوري ریاست عالي مقام مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو او بېلابېلو دولتي ادارو مسوولینو هم حضور درلود، جمهوررئیس غني وویل، دا بیرغ د افغانستان د جمهوریت، د خلکو د مساوات، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د باورمندۍ، د مېرمنو د ژمنې او د افغانستان د ټولو وګړو د ارادې سمبول دی او ټولو ته د دې ورځې مبارکي وایم

جمهوررئیس وویل، د لرغوني بلخ له پېر څخه چې بخدي زموږ په عرف، عنعناتو او حماسو کې د لوړو بیرغونو د ښار په نوم یادېده، افغانستان څو زره کاله تداوم او ملي هویت درلود او زموږ په ټولو افسانوکې زموږ د اتلانو  بیرغونه ځلېدلي دي

هغه زیاته کړه، زابلي رستم چې پلازمېنه یې نیمروز  و، یو لوی جنګي بیرغ درلود. احمدشاه بابا او زموږ د تاریخ نور اتلان په بېلابېلو دورو کې له بیرغ سره وځلېدل او په لرغوني بلخ کې د مولا علي جنډې  د مبارکې عنعنې تکرار، زموږ له لوړو اسلامي ارزښتونو څخه دی.

جمهوررئیس غني وویل، د هغه افغان سرحدي سرتېري خاطره به یې تل په یاد وي چې د بن له موافقې وروسته یې په نیمروز کې د افغانستان بیرغ  لوړ وساته او وې ویل، دا افغانستان راسپارلی د لوړ ساتلولپاره یې وینه ورکوم، مګر ځمکې ته یې نه پرېږدم.

د هیواد جمهوررئیس وویل، ملالۍ دا بیرغ په میوند کې اوچت کړ. د مولانا، امیرعلي شېرنوایي، خوشحال خټک او زموږ د ټولو شاعرانو شعرونه ګډ ارزښتونه لري چې مهم محور یې عدالت دی. دا مشترک فکر او لیدلوری د ګډ هویت استازولي کوي.

جمهوررئیس وویل، امیرعلي شېرنوایي او خوشحال خټک له هغه نظام څخه عدالت غوښت چې عدالت په کې ممکن نه وو، مګر په جمهوریت کې عدالت  ممکن او اساسي دی، ځکه وطنداري، د قانون پر وړاندې مساوات او د قانون پیروي زموږ د ټولو د اتصال نقطه ده او په جمهوریت کې قانون حاکم دی.

محمداشرف غني د ملاهیبت الله اعلامیې ته په اشارې وویل، خلکو ته وایي چې راشئ اطاعت وکړئ، ما غوښتل ځواب ورکړم، مګر زما ځواب نن د افغانستان ولس ورکړ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې نن دا بیرغ ځلېږي. دا زموږ د وقار، عزت، یووالي او مساوات بیرغ دی.

جمهوررئیس د طالبانو ډلې ته په خطاب کې وویل، موږ غواړو تاسو په افغانستان کې واوسئ، د پردیو د لاس اله نه شئ او افغانان ونه وژنئ، د افغانانو په وژلو کې به څه حیثیت او ویاړ وي. راشئ دا وطن سمسور کړئ.

هغه زیاته کړه، موږ د وطن د جوړولو او ټولولو اراده لرو. د جمهوریت غېږ ډېره لویه او نورې طرحې ډېرې وړې دي. جمهوریت په ټولو افغانانو پورې اړه لري. په جمهوریت کې هیڅ افغان بل ته نشي ویلی چې دا په زور وکړه او دا مکوه.

محمد اشرف غني په ټینګار وویل، موږ باید پر خپلو کلیدي ارزښتونو خپل خلک وپوهوو. هغه یو ځل  بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو څخه مننه وکړه او  هر سرتېری یې رضاکار، د وطن سرښندوی، واقعي اتل او  د جمهوریت د ارزښتونو ساتونکی وباله.

جمهوررئیس وویل، هر ځل  چې  زموږ لوبغاړي او ورزشکاران په نړیوالو ډګرونو کې لوبېږي، زموږ ملي بیرغ رپوي او ملي سرود غږوي، نو موږ ټول ورباندې ویاړو، ځکه  یو دولت او ملت یوازې د مادي ارزښتونو نه، بلکې د معنوي ارزښتونو له امله مطرح دی

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته