امنیت

لس تنه وسله وال طالبان وووژل شول .

 ٤ – کابل باختر د کب اوولسمه

  په بادغيس ولايت کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  لس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول .

  دبادغيس ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح باختر اژانس ته وويل چې دغه عمليات تيره شپه دپوليسو او دملي اردو له خوا دبالامرغاب ولسوالۍ په ساخري سيمه کې ترسره شول  .

 دده د څرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې لس تنه طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور يې  ټپيان شول .

 صالح زياته کړه په دغو عملياتوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى  اوښتي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته