امنیت

امريکا دخپلو ٥٠ زرو کانټينرونو پوځي تجهيزاتو ايستل پيل کړل

واشنګټن -باختر دسلواغي څليرويشتمه:
پاکستاني او امريکايي مامورينو پرون وويل چې دامريکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه دخپلو پوځونو دايستلو دطرحې په چوکاټ کې له دغه هيواد څخه دخپلو پوځي تجهيزاتو دايستلو لپاره دپاکستان له ځمکني لارې څخه استفاده پيل کړې ده .
  په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه ويندوى مارکوس اسپيد وويل چې امريکاپنځوس کانتينرونه د يکشنبې او دوشنبې په ورځو له افغانستان څخه پاکستان ته ليږدولي دي .
ده وويل: دغه کانتينرونه هغه لومړني کاروانونه وو چې له  افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو دطرحې د يوې برخې په توګه له ځمکنيو لارو پاکستان ته تير شول .
امريکا همدا اوس په افغانستان کې نږدې ٦٦ زره پوځيان لري . پخوا د هغوى شمېر څه دپاسه سلو زرو تنو ته رسيده  چې دجنګي امريکايي ځواکونو د زيات وتلو د پروګرام په چوکاټ کې تر ٢٠١٤ پورې کم کړى شوى دى .
امريکا غواړي په همدې دليل نږدې پنځوس زره ليږدونکي وسايل او څه ناڅه سل زره کانتينرونه له افغانستان څخه وباسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته