ټولنه

په تخارکې د ترافیکي پیښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تالقان/باختر/ د لړم ۹ مه
په تخار ولایت کې نن سهار د یوې ترافیکي پیښې له امله ۴ تنه ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول .
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو تونس ډوله موټر د هزارسموچ ولسوالۍ د کورقدوق کلي په لویه لاره کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه نورټپیان شول .
د ولایتي روغتون مسوولینو د دغې پېښې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته