سیاست

دملي امنیت سلاکار: افغانستان په نړیواله کچه زیات ملګري هېوادونه لري

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱٣ نيټه
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون په دلکشا ماڼۍ کې د سیمې او خلیج حوزې هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.
دملي امنیت شورا دفترمطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه ګډه دوستانه راټولیدنه، چې د ملي امنیت شورا دفتر په بلنه جوړه شوې وه، پکې د سیمې او خلیج حوزې هېوادونو سفیرانو د ملي امنیت سلاکار سره له مخامخ او تعارفي کتنو څخه خوښي ښکاره کړه او ده ته یې په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د راټولیدنې برخوالو سفیرانو او د دوستو هېوادونو استازو له افغانستان سره د خپلو دومداره اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له ټولو راغلو سفیرانو څخه مننه وکړه، چې د دوی بلنه یې منلي او ورپسې یې د دوی له همکاریو او ملاتړ څخه قدرداني وکړه.
حمدالله محب وویل، چې د ټولو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره به اړیکې د پخوا په شان دوستانه وي او په دې پالیسۍ کې بدلون نه رامنځته کېږي.
ده سفیرانو ته په خطاب کې وویل، چې افغانستان له ډیرو ستونزو سره سره خوشبخته دی، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه زیات شمیر ملګري هېوادونه لري، چې په بېلابېلو وختونو کې یې له افغانانو سره همکارۍ کړي.
په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي، د قزاقستان، ترکمنستان، چین، ترکیې، روسیې، ایران، مصر، ازبکستان او قزاقستان سفیرانو د هند او عربي متحده ایالاتو د سفیرانو پر ځای د نوموړو هېوادونو شارژدافیرانو ګډون کړی وو.پاى- سعيده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته