امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په پکتيا کې ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په پکتيا ولايت کې د امنيتي ځواکونو په  ګډو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه دپکتيا ولايت داحمدخيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه  وسله وال طالبان ووژل شول  او درې تنه نوريې ټپيان  شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم  دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې:
يو وسله وال مخالف د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتوکې  ووژل شو او  شپږتنه  نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې يوه  اندازه  جنګي وسايل  او پوځي تجهيزات هم  تر لاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته