امنیت

په فارياب کې دوه طالبان دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
دفارياب په ولايت کې ددولت دوه تنه  مخالف وسله وال کسان پرون دسولې له بهير سره يوځاى شول .دغه کسان له پخوا ددولت  اباد اندخوى په لويه لاره په ورانکارو کړنو بوخت و.
سيمه ئيز مقامات وايي دسولې له بيهر سره ددغو  کسانو پيوستون به ددغې سيمې پر امنيت مثبته اغيزه وکړي .
دفارياب دوالي وياند جاويد بيدار دباختراژانس خبريال ته وويل،  ددولت دوه تنه مخالف وسله وال چې له  پخوا ددولت اباد _ اندخوى په لويه لاره کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و له خپلو دووميلو وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
ده زياته کړه دغوکسانو ته ددې لاره اواريږي چې له حرفوي زده کړو وروسته  په دندو وګومارل  شي . بيدار وايي  دسولې له بهير سره ددغو دوو طالبانو پيوستون  به ددغې سيمې پر امنيت  اغيزه وکړي .
په همدې حال کې هغه کسان چې دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي  په خپلو ورانکاروفعاليتونو پښيمانه دي وايي چې هغوى دوسله والو طالبانو دتبليغاتو تراغيزې لاندې راغلي و او ددولت پرخلاف ولاړ و .
فارياب  دهيواد په شمال کې له ناامنو ولايتونوڅخه دى چې وسله وال طالبان پکې پراخ شتون لري او په دې وروستيو کې ددغه ولايت په ځينو برخوکې  يې خپلو فعاليتونو ته زور ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته