امنیت

یو ماین ښخوونکی په غزني کې ونیول شو

کابل / د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
د غزني پولیسو تېره شپه یو ماین ښخوونکی ونیو.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د شپږمې امنیتي حوزې د آمریت پولیسو یو ماین ښخوونکی هغه وخت ونیو چې غوښتل یې د غزني ښار په مفلان کلي کې ماین ښخ کړي.
هغه وویل چې یو بل ماین ښخوونکی له سیمې څخه په تېښته بریالی شو او د نیولو لپاره یې هلې ځلې دوام لري.
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کس په لومړیو تحقیقاتوکې پر خپل جرم اعتراف کړی دی او ويلي يې دي چې د ډار اچوونکو له خوا یې د هر ماین د ښخولو لپاره ١٠ زره افغانۍ اخیستلې.
له نیول شوي سړي څخه یو لاسي بم، چاقو، د برېښنا مزي او یو ساعت چې له هغه څخه یې په ماین جوړولو کې استفاده کوله؛ ترلاسه شوي دي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته