امنیت

د هېواد په ختیځ کې د داعش وسله والې ډلې سیمه ېیز قوماندان نیول شوی

کابل باختر د کب د میاشتې ۲۸ مه
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي او په چپرهار ولسوالۍ کې یو تن سیمه ېیز قوماندان نیول شوی دی.
له ۲۰۱ سیلال قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، بې پيلوټه الوتکې پرون داچین ولسوالۍ په دیوانه بابا سیمه کې برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه تنه داعشیان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ورته وخت کې د ملي امنیت منسوبینو د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د داعش ډلې یو تن سیمه ېیز قوماندان نیول شوی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې د ابريښمو تنګي په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال یې دوه تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته