کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
ديوه بهرني تبعه په ګډون دنړيوال سره صليب څلور تنه کارکوونکي په کندز ولايت کې وتښتول شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې يرغلګرو دغه مرستندويان نن دکندز ولايت دعلي اباد ولسوالۍ له مربوطاتوڅخه وتښتول .
دکندز ولايت يوې امنيتي سرچينې چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل چې تښتول شويو کسانو نړيوال سره صليب ته کار کاوه .
خبرځاى تاييد کړه چې يوبهرني تبعه هم دنړيوال سره صليب په تښتول شويو کارکوونکو کې شامل دى .
تراوسه پورې ددغومرستندويانو دتښتونې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .او سيمه ئيز مقامات دهغوى دپيژندنې او ژغورنې لپاره دپلتڼو دپيل خبرې کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ