کابل باختر د وري پنځلسمه :
په هرات ولايت کې يو تن د لرغونو آثارو د غلا په تور ونيول شو .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې دغه سړي په اوبې ولسوالۍ کې د غير قانوني کيندنو او د لرغونو آثارو د غلا په تور د هرات ښار له لومړۍ ناحيې څخه د فلزاتو د موندنې له يوه دستګاه سره ونيول شو .
په دې باب تحقيقات دوام لري .
مخکې له دې هم د هرات پوليسو د لرغونو آثارو د لوټولو د مخنيوي په لاره کې د هلوځلو يادونه کړې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ