کابلباخترد سنبلي ١٤
دکورنيو چارو وزارت سرپرست محمدعمر داود زي نن په کابل کې دجاپان او انګلستان له سفيرانو سره په جلا جلا توګه وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دي کتنه کې لومړى د کورنيو چارو وزارت سرپرست د جاپان له سفير سره دکتنې په ترڅ کې په تيرو دولسو کلونو کې د هيواد دبيا رغا ونې په لاره کې دجاپان د دولت او خلکو د همکاريو له ا مله دقدردانۍ په ترڅ کې وويل :
په بيلا بيلو برخو کې دجاپان د خلکو او دولت مرستې د افغانستان دخلکو داقتصادي ودې سبب شوي دي .
ده دغه راز د هيواد د ملي پوليسو دظرفيتونو د لوړولو او ودې په لاره کې د جاپان دلازياتو مرستو غوښتنه وکړه .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت سرپرست دانګلستان له سفير سره په کتنه کې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په باب خبرې و کړې .
په دې کتنو کې د جاپان او انګلستان سفيرانو د ملي پوليسو د ودې اوپرمختيا په برخو کې د خپلو هيوادونو د همکاريو په دوام باندې ټينګاروکړ .
ديو بل خبر له مخي : د کورنيو چارو وزارت سرپرست نن دپکتيا له والي جمع خان همدرد سره و کتل .
په دې کتنه کې د پکتيا والي په دغه ولايت کې دسولې د تامينولو په لاره کې خپل تيارى څرګندکړ او ويې ويل چې دپکتيا ولايت دولتي مسوولين اوخلک دجمهوري رياست درا تلونکو انتخاباتو د امنيت د تامينولو په مقصد اودامنيت دليږدوني د بهير دپنځم پړاو د بشپړولو په خاطر د کورنيو چارو له وزارت سره همکاري وکړي
0 1 دقیقه لوستل