امنیت

سيګار د سيمه ييزو پوليسو د اکمالاتو د بيدرکه کيدو ادعا طرحه کوي خو د کورنيو چارو وزارت يې نه مني

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
سيګار يا د امريکا د مرکزي پلټنې ادارې ادعا کړې ده چې د سيمه ييزو پوليسو اکمالات لوټيږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړې سرپلټنې ادارې (سيګار) په دې وروستيو وختوکې يو رپوټ خپورکړى دى چې ګنې د افغانستان سيمه ييز پوليس خپل لوژيستيکي ملاتړ او اکمالات په خپل وخت نه ترلاسه کوي او يا دا چې دغه منابع په زياترو مواردوکې د پوليسو په نورو ځواکونو ويشل کيږي.
په دې رپوټ کې د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو بې نظميو او حاضرۍ ته اشاره شوې ده چې ګنې د دغو ځواکونو د حاضرۍ نه کنترول د اداري فساد زمينه برابروي.
خو جنرال علي شاه احمدزى وايي: له شپږو مياشتو را په دې خوا د سيمه ييزو پوليسو په تشکيلاتوکې پراخ بدلونونه رامنځته شوي دي.
سيګار د سيمه ييزو پوليسو ترمنځ د وسلو د پيرودنې او پلورنې خبرې کړې دي.
دى د سيمه ييزو پوليسو اکمالاتو ته اشاره کوي او وايي: هيڅکله د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو لوژيستيکي اکمالات لوټ شوي نه دي، خو د اکمالاتو د ليږدونې په باب ستونزې شته .
د ځينو سيمو غرنۍ والۍ او د کافي هوايي امکاناتو نه شتون د دې سبب شوى دى چې په ځينو مواردوکې لوژيستيکي اکمالات سيمه ييزو پوليسو ته په خپل وخت ونه رسيږي.
د کورنيو چارو وياند صديق صديقي د دې ترڅنګ چې په سيمه ييزو پوليسوکې د يو لړ ستونزو د شتون خبرې وکړې؛ ويې ويل: د کورنيو چارو وزارت په هغو چلنجونو سره چې د سيمه ييزو پوليسو د لارې پر سر شته؛ د هغوى د اکمالاتو څرنګوالى تر څيړنې او څارنې لاندې نيولى دى.
ده زياته کړه: د کورنيو چارو وزير په همدې مقصد د هيواد ١٣٧ ولسواليو ته هيتونه استولي دي ترڅو هغه ټول موارد چې په سيمه ييزو پوليسو پورې اړه لري؛ د هغوى د تجهيزاتو او د نورو حقوقو په ګډون وڅيړي.
د کورنيو چارو د وزير له لارښوونې سره سم، وليدل شي چې آيا هغه دندې چې سيمه ييزو پوليسو ته سپارلې شوې دي؛ په سمه توګه ترسره شوې دي؟
صديقي وايي: هغه څه چې سيګار ويلي دي؛ موږ نشو کولاى هغه ومنو.
خو وايو: د شک ځاى نشته چې د پوليسو په دې برخه کې شته ستونزې د هغوى د اکمالاتو بهير کمزورى دى. له شک پرته يو شمېر سيمه ييز پوليس په خپلو اصلي دندو سربېره د ساتوونکي په ګډون په نورو دندو هم ګومارل کيږي چې موږ يې مسوليت نه لرو چې کوم کسان او له کوم ځاى څخه دي. د کورنيو چارو وزارت له خوا يو طرز العمل برابر شوى دى چې هر قوماندان د خپل مسووليت له مخې د سيمه ييزو پوليسو له خوا د اجرا شويو دندو او کړو وړو رپوټ وړاندې کړي او هم د اکمالاتو او مرستو د بهير رپوټ ورکړي او موږ دغه بهير تعقيبوو.
د افغانستان سيمه ييز پوليس يو لنډمهال امنيتي ځواک دى چې د هغو کليو او ولسواليو د امنيت د تامينولو په خاطر چې د طالبانو د ګواښ له لوړې کچې سره مخامخ دي؛ رامنځته شوي دي .
دغه ځواکونه د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي او غړي يې د سيمې له خلکو څخه استخداميږي.
د افغانستان سيمه ييزو پوليسو په زياترو سيموکې په دې بريالي شوي دي چې د طالبانو د نفوذ د پراختيا مخه ونيسي او ښه چلند وښيي؛ خو په ځينو نورو سيموکې د دغو ځواکونو کړه وړه له جنجالونو سره يوځاى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته