کابل باختر د ليندى پنځمه :
د کابل ولايت د سروبې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې د دولت يو وسله وال مخالف ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دولت وسله والو مخالفينو د کابل جلال آباد د لوى لارې په اوږدوکې د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيت د ګډوډولو نيت درلود چې د٢٠١ سيلاب قول اردو د دريمې پلې لوا د پرسونل د توپچي او ځمکنيو ځواکونو له ځپنده کوزارونوسره مخامخ شول چې د دغو ګوزارونو له امله يو وسله وال مخالف ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
د کابل- تورخم لويه لاره چې د هېواد يوه ډيره مهمه حياتي لاره ده چې امنيتي ځواکونه په ښې همغږۍ سره د دغې مهمې لارې او د نورو مواصلاتي لارو د امنيت په تامينولوکې له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه نه کوي او تل لويې لارې د ترافيکو پرمخ پرانستې ساتي.
0 1 دقیقه لوستل