خبرونهورزش

کرکټ؛ افغانستان او ایرلنډ نن د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې نن د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ درېیمې او وروستۍ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ښکته کېږي.

ټاکل شوې د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د کابل پر وخت نن مازدیګر ۴ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

وړمه ورځ د دواړو لوبدلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.

له دې وړاندې افغانستان له ایرلنډ څخه په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې وه او ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ له یو ورځنیو سیالیو وروسته د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم پيل شي.

افغانستان او ایرلنډ تر دې دمه په خپلو کې ۳۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې افغانستان په کې ۱۷ ګتلي، یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې او یوه لوبه لغوه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته