ورزش

د تکواندو ماشومانو او تنکيو ځوانانو لوبغاړو د هرات منتخب ټيم ته لاره وموندله.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
دتکواندو اته اتيا  تنه مبارزين  په هرات کې د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو  منتخبو ټيمونو ته انتخاب شول .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل : 
دغه سيالۍ چې  پرون له پنځه ويشتو کلونو څخه د دوه سوه لسو تنو لوبغاړو په ګډون دهرات ښار د شهيد ميرويس صادق  په لوبغالې کې پيل شوې وې  په پاى کې ٤٤ تنه مبارزين  دکوچنيانو په کتګوري او ٤٤ تنه دتنکيو ځوانانو په کتګورۍ کې ددغه ولايت منتخبو ټيمونوته   انتخاب  شول .
دغه راز د آريانا د تکواندو  ټيم په  شپيتو امتيازونو سره لومړى  مقام او دمتحد او دنويد رزم د تکواندو دټولنې کلپونو په   شپږ پنځوسو او اته ديرشو امتيازونو  سره دويم او دريم مقامونه   وګټل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته