ټولنه

دهلمندي سوله غوښتوونکى کاروان غزني ته نږدې دى

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
د هلمند سوله غوښتوونکى کاروان غزني ته روان دى. که چيرې وشي له سيمه ئيزو مسوولينو او طالبانو سره په خبروکې په دغه ولايت کې خونړۍ جګړې پاى ته ورسوي .
  په دغه کاروان کې چې اووه تنه هلمندي ځوانان شامل دي؛ په پلي ډول د قندهار له ولايت څخه په تيريدو سره اوس زابل ته رسيدلى دى او تاکل شوې ده ډير ژر ځانونه غزني ولايت ته ورسوي؛ هغه ولايت ته چې په وروستيو څو ورځوکې دوسله والو طالبانو او پوځيانو ترمنځ د خونړيو جګړو ډګر دى .
د لارې په اوږدو کې د قندهار او زابل د ولايتونو څو تنه نور ځوانان هم له دغه کاروان سره يوځاى شوي دي چې غزني ته لاړ شي او د جګړې ضد او د وينې توييدنې د بندولو غږ پورته کړي .
اسدالله يو ځوان چې په زابل کې له دغه کاروان سره يوځاى شوى دى؛ باختر آژانس ته وويل: ډير ښه اقدام دى؛ موږ ځوانان بايد دجګړې او دوينې توييدنې په وړاندې ودريږو او طالبانو او دولت ته ووايو چې له جګړې څخه کرکه لرو .
ټاکل شوې ده دغه کاروان غزني ته په رسيدوسره اعتراضي خيمه ودروي او په دغه ولايت کې له دواړو  ښکيلو لورو څخه وغواړي چې سوله وکړي .
طالبانو هغو اعتراض کوونکو ته چې ټاکل شوې وه ددولت او د دغې ډلې تر ادارې لاندې ساحوکې اعتراضي لاريون وکړي؛ خبر دارى ورکړ. که چيرې په اعتراض لاس پورې کړي؛ وبه وژل شي. اوس معترض هلمندي ځوانان هيله لري  په دغو اعتراضونو سره په غزني کې د وينې توييدنې د پاى ته رسولو لپاره يو عامل وي .
  ختم _  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته