کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په شاجوى ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو له خوا هوايي بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه وسله وال طالبانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د افغان پوځيانو له خوا پرې هوايي بريد وشو.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ