ټولنه

په پروان کې د اوبو دڅپانده کيدو له امله له زيانمنوشويو سره مرسته وشوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩ :
له طبيعي پيښوسره دمبارزې د رياست له خوا  نن  په  پروان ولايت کې  د اوبو دڅپانده  کيدو له امله  له  شلو زيانمنو شويو کورنيو سره دخوراکي  توکو مرسته وشوه.
دچاريکارو له ښار څخه دباخترآژانس خبريال خبر راکړ :  د هغې  سروې له مخې  چې  په  پروان ولايت  کې دموظف هيئت له  خوا د سيدخيلو ولسوالۍ په  انچوي کلي کې  ترسره شوې وه   له هغو شلو کورنيو سره چې  داوبو دڅپانده کيدوله امله يې  کورونه ويجاړ شوي و  نن  دپروان ولايت  له طبيعي پيښوسره دمبارزې رياست له خوا دخوارکي توکو مرسته وشوه .
له طبيعي پيښوسره دمبارزي رئيس انجينرميرمحمدامين حيدري  چې دتوکو دويشلو په پيل کې يې خبرې کولې وويل ؛  موږ کال په کال ددې  شاهدان يو  چې دغبرګولي په مياشت کې  سيندونه  څپانده کيږي چې د سيدخيلو ولسوالۍ دانچو ساحه  د هغو څلور سيندونو دپيوستون ساحه ده  چې په دې وروستيو کې شل کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ  او څه ناڅه سل جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده .
ده  زياته کړه :  دغه  توکي  چې له پيښو سره د مبارزې  د رياست   دکميسيون دپريکړې له مخې  ټاکل شوي و  له هرې زيانمې شوې کورنۍ سره  شوي دي   چې په  هغه کې  سل کيلوګرامه  اوړه ،  ٢٥  کيلوګرامه   وريجې ،  ٢٤  ليتره
غوړي  ، يوه کيلو چاى  او اووه کيلوګرامه  بوره   شته  .
حيدري زياته کړه :  ساحه اوس دټينګښت په حال کې ده  او تراوسه  پورې لس  کانتيرونه  دسيلاوپه تګلوري کې  ځاى پرځاى شوي دي  او لس کانتينرونه نور ساحې ته دليږدولو په حال کې دي .
له طبيعي پيښوسره دمبارزې رئيس دخپلو خبرو  په پاى کې زياته کړه چې  د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې  له  زرو کورنيو سره  مرسته شوې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته