پلخمري / د وږي١٣ يمه / باختر:
د وسله والو طالبانو د ډلې د دووکليدي غړو په ګډون ١٢طالبان تېره شپه په بغلان کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفترمسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل:
يوه ډله وسله وال طالبان چې د بغلان د لومړي لمبر لويې لارې د خواجه الوان په سيمه کې پر پوځيانو د بريد په موخه راټول شوي وو، هوايي بريد پرې وشو.
هغه زياته کړه په دې بريد کې د دغې ډلې د دوو کليدي غړو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نور ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې: درې وسله وال طالبان پرون مازيګر د چشمه شيرپه بيلري کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او ٩ نورټپيان شول.
پاى شکریه
0 1 دقیقه لوستل