کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۹ مه
د ننګرهار د صنعتي پارک د ځمکو يوه برخه د زورواکو له منګولو څخه وايستله شوه.
سيمه ييزو مسوولينو د امنيتي ځواکونو په همکارۍ بريالي شول چې په يوه نوي اقدام کې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د صنعتي پارک اته جريبه ځمکه له غاصبانو څخه بېرته ترلاسه کړي .
د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني باختر اژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د دغه صنعتي پارک نور جايدادونه هم له زورواکو څخه بېرته ترلاسه کړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ