کابل باختر د ثور ٣١:
د هرات ښاروالۍ د پرمختيايي بهير په دوام د هرات ښار په دولسمه ناحيه کې د خاتم الانبيا ګذر د واټونو او ويالو د کريړ اچولو د پروژې کار ولسي تړون د پروګرام له خوا پيل شو .
ټاکل شوې ده دغه پروژه د١٦٤٣مترو په اوږدوالي د څه ناڅه څلور ميليونو ٦٠٠ زرو افغانيو په ټول لګښت سره چې د خلکو ونډه هم پکې شامله ده په دې ناحيه کې تطبيق شي .
دغه راز د هرات ښاروالۍ د مسوولينو دڅرګندونوله مخې: د خاتم الانبيا ګذر په واټونو او ويالو د کريړ اچولو د پروژې تطبيق به نهه مياشتې وخت ونيسي چې له دغې پروژې څخه٤٥٠٠ تنه ګټه اخلي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ