اقتصاد

د آسيا د زړه د بهير د سوداګرۍ او پانګونې د غړو هېوادونو د کاري ډلې اوومه غونډه په هندکې جوړه شوه

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
د هند جمهوريت د بهرنيو  چارو وزارت په دې وروستيو وختوکې په نوې ډيلي ښار کې د دغه وزارت په مقرکې د آسيا د زړه د بهير د غړو هېوادونو او د نړيوالو مرستندويانوترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په ساحه کې د اعتماد جوړولو د اقداماتو د اوومې تخنيکي غونډې کوربه توب وکړ .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه د هند د بهرنيو چارو وزارت، د پاکستان، ايران او افغانستان د حوزې د لوى رييس ګوپال بګلاى او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو د رييس  وحيدالله ويسي په ګډې مشرۍ او د اتلسو هېوادونو او د نړيوالو  او سيمه ئيزو سازمانونو  سفيرانو، جګپوړو مقاماتو او استازو په ګډون جوړه شوې وه .
برخه والو د دغې ډلې د تېرکال پروګرامونه وڅيړل او د آسيا د زړه د هېوادونو د حوزې لپاره د اعتماد جوړولو د اقداماتو په رڼاکې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د وړانديزونو په ګډون د دغې ډلې نوي پروګرامونه او د ٢٠١٦ کاري کال فعاليتونه طرحه او وڅيړل .
د ٢٠١٦ کال لپاره د دغې کاري ډلې په فعاليتونوکې د آسيا د زړه هېوادونو ترمنځ د سياسي، تجارتي او اقتصادي باور پيداکولو په موخه په دوه اړخيزو او څو اړخيزوکچوکې د افغانستان په محوريت په سيمه کې د سوداګرۍ د ودې او د پانګونې د پراختيا لپاره يو لړ طرحې شاملې دي.
په روان کال کې د هند په ګوربه توب د تجارتي تواصل د کنفرانسونو او له افغانستان سره د سوداګرۍ او د افغانستان د جوړولو د تجارتي غونډې جوړول، د افغانستان په دننه او بهرکې د ښځينه متشبثينو د پروګرامونو ملاتړ، د افغانستان په حکومت پورې د اړوندو وزارتونوکارکوونکو ته د نړيوالې سوداګرۍ، کانونو او د اوسپنې پټلۍ د سازمان په چاروکې د تخنيکي ظرفيتونو لوړول او د سارک  سازمان او د مرکزي  آسيا د حوزې د اقتصادي پراختيا په چاروکې د ملګروملتو د سازمان له خوا د دغو پروګرامونو زيات ملاتړ د٢٠١٦ ميلادي کال لپاره ددغې  ډلې طرحې بلل کيږي .
ټاکل شوې ده د آسيا د زړه د بهير د وزيرانو راتلوونکې غونډه د افغانستان او هند د حکومتونوپه ګډکوربه توب د ٢٠١٦ ميلادي کال په وروستيو وختوکې جوړه شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د دغه بهير  د اعتماد پيداکولو د اقداماتو د سمون او پروګرام جوړولومسووليت په غاړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته