غور باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
په غور ولايت کې يوې اميدوارې ميرمنې ځان زندى کړ.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغې ميرمنې د دغه ولايت د ساغر ولسوالۍ د تګاب مزاک په کلي کې ځان زندى کړ.
د غور د پوليسو د څرګندونوله مخې، دغه ميرمنه اميدواره وه.
د دغې پيښې په اړوند د دغې ميرمنې ميړه او خسر د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.
ده وويل چې پوليس به دغه پيښه په جدي توګه وڅيړي.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ