نړۍ

جان کري او محمد جواد ظريف په آلمان کې وکتل

برلين   نيوز نو باختر د سلواغې دمياشتې  ١٨ :
د ايران او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو محمد جواد ظريف او جان کري پرون د آلمان د مونيخ ښار د امنيتي کنفرانس ترڅنګ وکتل او خبرې يې وکړې.
د نيوز نو  خبري سايټ د خبرله مخې: په دې کتنه کې چې په دوه اړخيز ډول ترسره شوه؛  د ايران د اټومي موضوع په باب خبرې وشوې.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون د خپلو مرستيالانو په ملګرتيا  د مونيخ ښار په امنيتي کنفرانس کې د ګډون او د ٥+١ په ډله کې د اټومي خبرو په باره کې له خپلو امريکايي او اروپايي سيالانو سره د کتنې لپاره مونيخ ته ورسيد.
د امريکا دبهرنيوچارو وزارت د يوه جګپوړي مقام د څرګندونوله مخې: جان کري  او محمد جواد ظريف د خپل مرکچي ټيم په ملګرتيا د اروپا د اتحاديې دبهرني سياست د مسوول  فدريکاموګريني د مرستيال هلګااشميت په ګډون څه د پاسه يو ساعت خبرې وکړې.
دغه کتنه دايران داټومي مسئلو په تمرکزسره ترسره شوه اوپه هغې کې څرګنده شوه  چې د ١٣٩٤کال د وري د مياشتې ترپاى پورې په يو سياسي چوکاټ د لاسبري لپاره هلې ځلې وشي .
ظريف دغه راز پرون د آلمان د بهرنيو چاروله وزير فرانګ شټاين ماير اوهم د عمان دبهرنيو چارو له وزير سره ليده کاته او خبرې اترې وکړې.
سربيره پردې دايران دبهرنيو چارو وزيربه نن له خپلو فرانسوي او بريتانوي انډيولانو او هم له ميرمن فدريکا موګريني سره ليده کاته او خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته