فرهنګ

کابل ښاروالۍ په ديوالونو درسامي دپروګرام په ترسره کولو سره غواړي دسولې اونشه يي توکو په باب دماشومانو فکر اوپيغام منعکس کړي

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دکابل يوشمير ماشومانو دښار په مرکزي سيمو کې په څوديوالونو درسامي په ترڅ کې  دسولې اونشه يي توکو په باب خپل نظر  څرګند کړ.
.داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين غلام نبي فراهي ددغه پرو ګرام دکتلو په بهيرکې وويل چې دښار دپاکي اوښکلالپاره زيات ارزښتناک دى او دا زمينه برابره شوې ده  چې په هرديوال هرډول تصوير وکښل شي  اوهغه تصويرونه چې رسامي  کيږي دسولې پيغام راوړونکي دي او په عامه ذهنونو اغيزه هم کوي.
وروسته  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي دوزارت تخنيکي معين بريالى حسام خبرې وکړې او ويې ويل دا يو ښه نوښت دى  چې هم ماشومان  هڅول کيږي او هم دښار ښکلا زياتيږي  اوبايددغه انځورونه ښه وساتل شي .
په دغو انځورونو کې ليدل کيږي  چې ټول ماشومان له سولې  سره علاقمندي لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته