امنیت

نهه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې۲مه/ باختر
نهه وسله وال طالبان په قندهار کې په پوځي عملياتوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې د دوى په پټنځيوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو پوځي عملياتوکې د طالبانو څلورپتنځي له ټولوجنګي وسايلو سره ويجاړ شوي دي.
خبرپاڼه تاييدوي چې په عملياتو کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو په قندهارکې په ګڼ مېشتو لاروکې د ١٠ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو د رامنځته  کېدو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته