سیاست

جمهوررئیس غني یتیمو ماشومانو او ځوانانو ته په خطاب کې: وطن ته د خدمت کولو لپاره ستاسې د هره یوه مخ ته په کتو سره زموږ ارادې څو برابره کېږي

-کابل باختر د وږي  لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دنيکمرغه لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلابېلا قشرونو سره د خپلو کتنو په لړ کې،  نن غرمه د کابل ښار د بېلابېلو روزنتونونو له یتیمو ماشومانو او ځوانانو سره وکتل او هغوی ته یې دنيکمرغه لوی اختر مبارکي ورکړه.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ
دغه کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد لومړۍ مېرمن هم پکې حضور درلود، لومړی د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي په خپلو خبرو کې له جمهوررئیس او لومړۍ مېرمنې څخه له دې امله چې یتیم ماشومان او ځوانان  یې ونازول، مننه وکړه.
فیض الله ذکي وویل، دا ستاسې لپاره یوه نه هېریدونکي خاطره  ده، نو درس ولولئ چې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره، وطندوسته، ریښتیني او بریالي کسان شئ.
ذکي د هېواد د روزنتونونو د حالت د ښه والي په ځانګړي ډول د یتیمو ماشومانو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې په اړه وویل، د تهیه مسکن روزنتون بیارغاونه او سمبالول  چې لګښت یې ۷۰۰ زره امریکایي ډالره دی د ډیزاین پړاو ته رسېدلی  او داوطلبۍ ته سپارل شوی دی چې د دې کال تر پایه یې د بیارغاونې پروسه بشپړیږي.
هغه دغه راز وویل چې د علاوالدین روزنتون نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي او د پخوانۍ ودانۍ د بیارغاونې چارې جریان لري.
د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد د لومړۍ مېرمن په سپارښتنه یې له مورا پوهنتون سره تفاهم کړې چې په ځانګړي تخفیف سره د علاوالدین روزنتون نجونې جذب کړي، تر څو په راتلونکي کې خپلې لوړې زده کړې هلته وکړي.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې، د روزنتونونو ماشومانو، ځوانانو او  روزونکو ته یې د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ وویل، نن ورځ تاسې د روزنتونونو  ماشومانو او ځوانانو په خپلې موسکا سره موږ ته ستره ډالۍ  راکړه.
هغه زیاته کړه: ستاسې موسکا هغه خزانه ده چې د ځمکې پرمخ نه موندل کېږي او وطن ته د خدمت کولو لپاره، ستاسې د هره یوه مخ ته په کتو سره زموږ ارادې څو برابره کېږي.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل: تاسې د افغانستان راتلونکی یاست او مه هېروئ چې دا وطن ستاسې دی.
جمهوررئیس غني وویل که ستاسې تېر (ګذشته) د دې هېواد خراب شرایط وو، نو راتلونکی تاسې پورې اړه لري چې څه ډول درس لولۍ، خو زه باوري یم چې تاسې به خپل وطن او خلکو ته د خدمت لوړ شخصیتونه شئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته