امنیت

په اندرابوکې د کوکنارو کرکيله زياته شوې ده

_ پلخمري باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :؛
دبغلان  ولايت  په اندرابو کې د تېرکال په پرتله دکوکنارو کرکيله  زياته شوې ده.
دغه ټکى د اندرابو ولسوالۍ د مرکز بنو ملک غلام سرور له باختر آژانس سره په مرکه کې څرګنده کړه او ويې ويل ؛  دبريښنا دتمديدولو او سړو خونو د جوړولو په خاطر له دولت څخه د بزګرانو او بڼوالو د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه پورې دولت  د دوى غوښتنو ته  کومه پاملرنه  نه ده کړې او دکوکنارو  کرکيلې ته  د بزګرانو د مخې کولو  مهم  او اساسي  عامل  د دوى غوښتنو ته د دولت نه پاملرنه ده .
ده زياته کړه: د بريښنا دتمديدولو او سړو خونو د جوړولو په صورت کې کولاى شو تازه ميوې او سابه  بازار ته وړاندې کړو او دا په خپله به د بزګرانو او بڼوالو په اقتصادي ودې مثبته اغيزه وکړي. 
د بنو ولسوالۍ يو تنه اوسيدونکى محمد صديق وايي ؛ سږ کال دسړو خونو  د نشتوالي له امله يو من  سرې مڼې مو په  شپيتو افغانيو وپلورلې، په داسې حال کې که چيرې سړې خونې مو لرلې واى؛ له خپلو ميوو څخه به مو مناسب عايد ترلاسه کړى واى.
د غوري بريښنا د شرکت فني مرستيال انجنير عبدالاول پناه بريښنا ته دخلکو لاسرسى د هغوى حق وباله او اندرابو ته دبريښنا تمديدول يې د هغه په  مقدماتي سروې ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې دولت اراده لري دغو خلکو ته بريښنا ورسوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته