کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د نيمروز خبريالانو د ثور د لسمې نېټې د شهيدانو شويو خبريالانو د درناوي په خاطر غونډه وکړه.
د نيمروز خبريالانو د باختراژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، د قران عظيم الشان په تلاوت کولو سره يې د ثور د لسمې نېټې د پېښې قربانيان ياد کړل .
په دې غونډه کې وينا کوونکو د ډار اچوونکو دغه اعمال وغندل او زياته يې کړه چې ډار اچوونکي په خپلو دښمنانه اعمالو سره نه شي کولاى چې د رسنيو او خبريالانو غږ چوپ کړي .
دوى له دولت او مدني ټولنو څخه غواړي چې د دغې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري. ختم_ شکريه- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ