کابل باخترلړم د مياشتې ٣٠ نيټه :
د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين او سرپرست ډاکتر نصيراحمد انديشه پرون د وګړو د احوالو د ثبت د مرکز ي ادارې له ١٦کسيز هيئت سره چې جدې ته ځي؛ وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې رئيس همايون محتاط د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اعلى سر قوماندانۍ د غونډې د پريکړې له مخې په سعودي عربستان کې د ميشتو افغانانو د هويت د ثبت د ګړندي کولو او دهغو د ستونزو د حل په لاره کې جدې ته ځي.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت معين د اعلى سر قوماندانۍ د غونډې د پريکړې د تحقق او په دغه هېوادکې دهيوادوالو دهويت دثبت بهير دپيل څرنګوالي په باب چې په رياض کې د افغانستان د سفارت او په جدې ښارکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جنرال قونسلۍ په بشپړ همغږۍ ترسره کيږي؛ دغه هيئت ته لارښوونې وکړې.
پاى ج ذ