امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل باختر دورې دمياشتې  ٩ :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه  دبادغيس _ هرات  په لويه لاره کې  دپوليسو په يوې پوستې  دبريد له امله ووژل شول.
دبادغيس ولايت  دامنيې قوماندانۍ   دامنيت آمر  سمونوال محمدقيوم انگار دباختر آژانس خبريال ته وويل :   وسله والو طالبانو  تيره شپه دبادغيس ولايت په مرکز پورې اړوند  دلامان په سيمه کې  دپوليسو په پوستې  بريد وکړ.
د ده دڅرګندونوله مخې  دوسله والو مخالفينو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ نښته کې   چې يو نيم ساعت يې دوام وکړ  دوه تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول او يو پوليس ټپي شو.
سمونوال انگار دغه راز ديو وسله وال مخالف دنيول کيدو  چې  دجمهوري رياست دنوماند استاد عبدرب الرسول سياف  دانتخاباتي کمپاين په کارکوونکو دبريد تور لګول شوى دى   هم خبر ورکړ.
نيول شوى سړي اعتراف کړى دى چې  څه موده مخکې يې  ددغه کمپاين په کارکوونکو  ډزې   کړي اولاسي بم يې غورځولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته