خبرونهاقتصادټولنهTOP

د هېواد په دیارلسو ولايتونو کې د ۴۶۵ ميليونه افغانيو په ارزښت، د چيکډيمونو او بديلو پروژو د جوړولو چارې روانې دي

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولین وايي چې د هېواد په دیارلسو ولايتونو کې د ۴۶۵ ميليونه افغانيو په ارزښت، د چيکډيمونو او بديلو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې او په راتلونکو څو مياشتو کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده وویل چې دغه وزارت د مالي امکانانو له کمښت سره سره؛ بیا هم وکولای شول چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې کلیوالو ته د پاکو اوبو د برابرولو، د چیکډیمونو، پلونو، پلچکونو، کلیوالي سړکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې پلې او د اړتیا وړ خدمات وړاندې کړي.

دغه راز، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئیس مولوي مرزامحمد شکیب، په بدخشان، نیمروز، بادغیس او کندهار کې د دغه وزارت له لوري د مهمو او حیاتي پروژو د تطبیق په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر «بزهای ګنبد» پورې د ۶۰ کیلومترو په اوږدوالي د سړک د ترمیم چارې پیل شوې چې ژر به یې چارې بشپړې شي».

مولوي شکیب زیاته کړه چې د واخان ولسوالۍ له «بزهای ګنبد» څخه د چين تر پولې پورې د ۴۹.۷ کيلومتره په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پيل شوې چې افغانستان له چين سره نښلوي. د دغه سړک ۴۰ کیلومتره د تګ راتګ جوګه شوی او پاتې به یې ډېر ژر جوړ او د چین صفري نقطې ته ورسېږي.

د شکیب د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فوق العاده فرمان پر بنسټ، د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه ميليارده افغانيو په ارزښت د اوبو يو لوی بند جوړېږي، دغه بند به د ۵۵ متره په لوړوالي سره؛ په اټکلي ډول د ۱۴۰ ميليون متر مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا ولري او د یاد ولایت د ګلستان، دلارام، خاشرود او چخانسور ولسوالیو شاوخوا ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د شکیب په وینا، د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د څه د پاڅه ۱۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ذخيروي بند پروژې چارې پيل شوې او ۳۰ سلنه یې بشپړې شوې چې په بشپړېدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي. دغه پروژه به د قادس سیند اوبو د مهارولو، د سېلابونو د مخنیوي، د اوبیزو سرچینو د پیاوړي کولو او د کارېزونو او چینو په را ژوندي کولو مهم رول ولوبوي.

په ورته وخت کې، د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې د ۳۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت، د پاکو اوبو رسولو شبکې چارې پيل شوې او ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی چې په بشپړېدو سره به يې ۶۵ زره کسان به د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړي. 

په دې شبکه کې د شپږو څاه ګانو کیندل، د ۴۳ متره په اوږوالي د پایپ لاین غځول او د درې زره متر مکعب په وړتیا د اوبو ذخیره شامله ده.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مسئولینو د څرګندونو له مخې؛ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۵۲۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې روانې دي چې په جوړېدو سره به يې سلګونه هکتاره ځمکه د موسمي سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، د اوبو نشتوالي او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د نه رسېدو په دلیل، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د باراني اوبو د ذخیره کولو په موخه؛ د بادغیس، هرات، نیمروز، زابل، فراه، بغلان، کندز، سرپل، بلخ، پروان، کاپیسا، پکتیا او نورستان په ۱۴۲ ولسوالیو کې د ۴۶۵ ميليونه افغانيو په ارزښت، د چيکډيمونو او بديلو پروژو د جوړولو چارې پیل کړې چې په راتلونکو څو مياشتو کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې په یادو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته