کابل باختر د زمري اوومه :
اووه تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخيل باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين دګيلان ولسوالۍ په واره کلي کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې دګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتين هم شهيد کړى شو او دوه تنه افراد يې ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ