ټولنه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر
د ۳۴ ولایتونو له والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د مصوبې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډه غونډه پرون ماسپیښین د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د غونډو په تالار کې وشوه.
باختر آژانس ته د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې ؛
د غونډې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی ريیس شمیم خان کټوازي والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ريیسانو ته د کابینې مصوبه او د مصوبې پر بنسټ، دوی ته د سپارل شوي مسئولیت په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د کانونو په سکتور کې لازم تحرک او شفافیت ته ژمن یو او په دغه سکتور کې به ولسي مشارکت ته زمینه برابروو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: موږ غواړو د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره یو داسې میکانیزم ایجاد کړو چې د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء بېرته ورغوي او ولسي مشارکت ډاډمن کړي.

محمد هارون چخانسوري والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو ته د کابینې د مصوبې پر بنسټ د ننني ویډیوکنفرانس موخې په لاندې ډول توضېح کړې:

– ولایتي ادارې او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونه دې په هر ولایت کې د کانونو په اړه ولسي معلومات راټول کړي

– د کانونو د استخراج د څرنګوالي په اړه دې مفصل معلومات د لسو ورځو په لړ کې د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریک کړي

– د کانونو د وضعیت په اړه دې د محلي او مرکزي ادارو ترمنځ د همغږۍ ځنځیر ایجاد شي

– د کان کېندنې د پروسې د قانوني کولو په اړه دې ولسي مشورو راټولې او د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکې شي

د غونډې په لړ کې والیانو او د کانونو او پټرولیم وزارت ولایتي رئیسانو هم خپل وړاندیزونه او مشکلات له مسئولینو سره شریک کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته