امنیت

خبرتيا

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د ملي پوليسو د خاصو  قطعاتو د لوى قوماندانۍ خبرتيا

د ملي پوليسو د خاصو قطعاتو لويه قومانداني په پام کې لري چې د هيوا يو شمېر ځوانان په دغو شرايطو او اسانتياوو سره په خپلوکلي او ولايتي قطعاتوکې ومني:

١-مينه وال دې بشپړه روغتيا ولري او په نشه يي توکو روږدي نه وي.

٢-د دولسمو ټولګيو فارغانو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي. دغه راز هغه ځوانان چې د زده کړې سويه يې د ښوونځي لسم او يوولسم ټولګي پورې وي؛ هم منل کيږي.

٣-د داوطلب عمر دې له ١٨ څخه تر ٢٥ کلونو پورې وي او دغه راز د مينه والو ونه له ١٧٥سانتي مترو څخه ټيټه نه وي.

٤-د سياسي ګوندونو غړيتوب او په کشفي او استخباراتي مرکزونوکې جرمي سابقه ونه لري.

امتيازونه او اسانتياوې

١- د مسلکي زده کړو په وخت کې چې څلور مياشتې په پام کې نيول شوى دى؛ برخه والو ته يوه اندازه مياشتني معاش ورکول کيږي.

٢-له تعليمي دورو څخه د فراغت په وخت کې د دولسمو ټولګيو فارغانو د دويم ساتنمن په رتبه او د لسم او يوولسم ټولګي زده کوونکي د دريم ساتنمن په رتبه فارغيږي.

٣-د پوليسوخاصوقطعاتو ته د نويو جذبو شويو منسوبينو ته د مياشتنيو معاشونو د ورکړې په برخه کې ځانګړي امتيازونه او دغه راز د ځمکني او هوايي ترانسپورتي اسانتياوې په پام کې نيولې شوې دي .

په شرايطو برابر مينه وال کولاى شي د روان کال د لړم د مياشتې له ١٦ نيټې څخه د کابل په تره خيلوکې د پوليسو د خاصو قطعاتو د لوى قوماندانۍ د جلب او جذب آمريت ته ورشي.

د ضمانت خط له برابرولو وروسته نوم ليکنه کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته