خبرونهاقتصاد

برېښنا شرکت د کجکي بند یو توربین فعال کړ

 کابل، د ثور ۲۴ مه ، باختر

په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې له اتلس میاشتو ځنډ وروسته د کجکي بند یو غیر فعال توربین فعال کړ.

په یاد ولایت کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې دغه توربین د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو جوړ شوی چې پر مټ یې د قندهار – هلمند د یو شمېر شمالي ولسوالیو برېښنا هم زیاته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د دغه توربین په فعالېدو سره د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار برېښنا له نوبتي څخه په څلرویشت ساعته برېښنا بدله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان د زیاتو اوبو په لرلو سره بیا هم کافي برېښنا ته لاس رسی نه لري؛ خو اسلامي امارت ویلي چې د اوبو مدیریت او د برېښنا تولید لپاره ځانګړي پلانونه لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته