ورزش

په هالند دافغانستان دکرکټ ټيم برياليتوب

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم نن دهالند دکرکټ  ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  لوبه  لومړى  دهېواد دکرکټ  دملي ټيم لوبغاړي پيل کړ او په شلو آورونوکې يې  دخپلو نهو تنو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  ١٥٢ مڼدې  ترسره کړې .
  نور علي ځدران  ، اصغر ستانکزي ، ګلبدين نايب  ، سميع الله شينواري ، رشيد خان ، شفيق الله شفيق او دولت ځدران  په ترتيب سره  ١٨_ ٢٥_ ٢٣_ ٤٢_ ٢٤_ ١٠او٣  منډې  ترسره کړې .
  خو دهالند دکرکټ ملي ټيم  په شلو آورونو کې  او د خپلو  څلورو تنو لوبغاړو  په له لاسه ورکولو سره  ١٣٦ منډې ترسره کړې  او دشپاړلسو منډو په توپير سره  يې  ماتې وخوړه .
  دغه  دوستانه  لوبه  ددغه جام  دغړو ټيمونو  دچمتو کولو په خاطر  دشلو آورونو دکرکټ  دنړيوال جام  دسياليو  دپيلولو په درشل کې  ترسره شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ،  دهېواد دکرکټ ملي ټيم  دراتلونکې  يکشنبې په ورځ  دعمان  دکرکټ له ملي ټيم سره دوستانه لوبه ترسره کوي .
  دا دې دافغانستان  وروستۍ مقدماتي لوبه  ده . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دشلو آورونو  دکرکټ  دنړيوال جام په سياليو کې دهېواد دکرکټ  دملي ټيم  لومړى لوبه  دروان ميلادي کال دمارچ دمياشتې  په اتمه نيټه دسه شنبې په ورځ دسکاتلند له ملي ټيم سره  ترسره کيږي  .
دشلو آورونو دکرکټ  دنړيوال جام په سياليو کې  دهېواددکرکټ  دملي ټيم په ګډون  شپږ ټيمونه  ګډون لري  چې هندوستان ددغه جام کوربه دى .
د شلو آورونو دکرکټ  دنړيوال جام سيالۍ  په هرو دوو کلونوکې يوځل  ترسره کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته