امنیت

په پکتیکا کې دوه تنه رېیسان د اداري فساد او جعل کاري په تور ونیول شول

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۲۰ مه
د پکتيکا ولایت د پوهنې ریاست سرپرست محمدنسیم واجد او د اقتصاد رېيس محمد ايوب سالارزی د دغه ولایت د ملي امنیت دمنسوبانو له لوري د فساد او جعل کاري په تور ونیول شول.
د پکتيکاولايت د ملي امنيت یوې سرچینې د نامه نه ښودلو په شرط باختر اژانس ته وویل چې، دغه دوه تنه رېيسان نن شاوخوا لس بجې نیول شوي، چې اوس مهال د ملي امنیت په ریاست کې تر نورو څېړنو لاندې دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته