امنیت

دسرپل پوليسو بشردوستانه مرستې بيرته د طالبانو له منګولو څخه ترلاسه کړې .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥
دسرپل ولايت پوليسو وکولاى شول دنړۍ دخوړو سازمان دبشر دوستانه مرستو دسپرلۍ کاروان دوسله والو طالبانو له منګولو څخه بيرته  وژغوره  .
پرون سهار په لسګونو وسله والو طالبان دبر صيادداجريم  په ساحه کې دبشر دوستانه مرستو په کاروان چې دکار په مقابل کې دخوړو دويشلو دپروګرام په کارګرانو باندې د ويشلو په مقصد ليږدول کيدل بريد وکړ او له ځان سره يوړل
ټيک څو ساعته وروسته امنيتي ځواکونو دعملياتو په ترسره کولو سره وکولاى  شول دمرستو دغه کاروان د طالبانو له منګولو څخه بيرته  ونيسي.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالروف تاج  د باخترآژانس خبريال ته وويل په  دغه کاروان کې زر ټنه خوراکي توکې او ژمنې جامې وې چې دصياد دولسوالۍ ته په کارګرانو دويشلو په مقصد ليږدول کيداې .
دجنرال تاج دڅرګندونو له مخې امنيتي ځواکونو دپوځي عملياتو په ترسره کولو سره طالبانوته ددغه کاروان دتشولو وخت ورنه  کړ.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهير کې جګړه مارانو مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيق شمير يې نه دى روښانه شوى.
ويل کيږي اوس دغه توکې دصياد ولسوالۍ ته رسيدليې دي او په کارګرانو باندې دهغې ويشل پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته