کابل باختر د مرغومي شلمه :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې ووژل شول .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د پښتونکوت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي او سيمه يېزو پوليسو په عملياتو کې ووژل شول .
يورش زياته کړه چې؛ په دغو عملياتو کې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن دوې قرارګاوې هم په بشپړه توګه دړې وړې شوې.
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملياتو دپښتونکوت ولسوالۍ دعرب بالا ، بولک عرب، موقاني، اولاد خرترک او د کولنې کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او دغه راز د دښمن درې موټرسايکلونه ، دوه کلاشينکوفونه او يوه اندازه تجهيزات ترلاسه شول.
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل