فرهنګ

د ډاډګيرنې پيغام

کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د اريانا راډيو ټلويزيون د خبريال او وياند فردين اميني د مړينې په اړه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام.
د ټولو ورتګ د الله (ج ) پرلور دى.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې د اريانا راډيوټلويزيون تکړه خبريال او بريالى وياند فردين اميني په حق رسيدلى دى .
د فردين اميني مړينه د افغانستان د مطبوعاتو کورنى ته يوه ستره ضايعه ده ارواښاد ته د الله ( ج ) له دربار څخه د فردوس جنت ، کورنى اوخپلوانوته يې د جميل صبر هيله کوم .
دغه راز له امنيتي بنسټونوڅخه هيله لرم چې د فردين اميني د مړينې د قضيې څرنګوالى په جدي توګه وڅيړي او د څېړنو نتيجې دې د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره شريکې کړي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته