سیاست

تبصـــــــره :

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس له  خوا دنويو قوانينو په توشيح سره دا ټکى لا زيات  جوتيږي چې نوى دولت  دقانون محورى په لور ګام اخلي  او له قانون سره دتيښتې  زمينې له  منځه وړل کيږي .
دباخترآژانس مبصر ليکي  :
په  دې وروستيو وختو کې جمهوررييس محمداشرف غني په اطلاعاتو دلاسبري  دحق قانون ،دوګړو داحوالو دثبت قانون اود افغانستان او امريکا او افغانستان او ناتو ترمنځ  دامنيتي _  دفاعي همکاريو موافقه ليکونه توشيح کړل اوپه دې ترتيب   دغو قوانينو او امنيتي موافقه ليکونه رسمي بڼه غوره کړه او دتطبيق وړ وګرځيدل  .
د وګړو داحوالو دثبت دقانون په توشيح سره  دبرقي  تذکرو دويش لپاره زمينه برابريږي . په داسې حال کې چې دغه پروژه بايد  څو کاله مخکې عملي شوې واى .  خو په نامعلومو دلايلو  ددغې پروژې  فرمان نه و صادر شوى .
په اطلاعاتو د لاسبري د قانون توشيح  چې زياته موده  دعدليې وزارت ، دوزيرانو شورا  او دملي شورا په دهليزونو کې لا لهانده و ،  خبريالانو او درسنيو کارکوونکو ته په اطلاعاتو دلاسبري زمينه برابروي  دوى کولاى شي تحقيقاتي  رپوټونه په ډير لنډ ممکن وخت کې برابر اوخپاره کړي .
دوګړو داحوالو دثبت دقانون توشيح او دبرقي  تذکرې دويش دپروګرام پيل  کولاى شي   انتخابات   چې په راتلوونکو کلونو کې بايد ترسره شي  قانونمند او شفاف  وبولو.
په  اطلاعاتو دلاسبري قانون هم رسنيو کارهدفمندکوي او په چارو کې دګډوډۍ او داطلاعاتو  په وړاندې کولو کې دخنډونو مخه  نيسي . اوپه همدې ترتيب  له امريکا او ناتوسره دامنيتي موافقه ليکونو توشيح   چې په دې وروستيو وختو کې دملي شورا ددواړو مجلسونو له خوا تصويب شول  دهېواد  دامنيتي اودفاعي  بنسټونو  دځواکونو دروزنې  ، سمبالولو  او دمالي مرستو لپاره  دزمينې ضمانت  کوي .
ددغو قوانينو او موافقه ليکونو  توشيح  ، په هغو بيلابيلو برخو کې  چې کولاى شي دښې  حکومتوالۍ زمينه برابره کړي  ، لازم تحرک رامنځته کوي .
له بلې  خوا دنويو قوانينو جوړول او توشيح به  دامنيت اوثبات زمينه برابره کړي
نوى دولت  په قانون محورۍ او قانون سالارۍ ټينګار کوي هغه خبره چې   کيداى شي  دافغاني ټولنې لپاره   چې له کلونو کلونو را په دې خوا دقانون  دنه تطبيق  او له قانون څخه دتيښتې له پلوه   په ستونزو کې  ډوبه ده  ، له هيلو ډکه وي. ځکه له قانون څخه تيښتې په  هيلو سيورى غوړولى دى .
افغانستان  دقوانينو دلرلو له پلوه په ښه حال کې دى  خو دتطبيق زمينه يې دغور وړ ده . له قانون څخه بيلابيلو تعبيرونو  له قانون څخه دتيښتې زمينه برابره کړې ده . په داسې حال کې چې دغه حالت دافغانستان دولتي چارواکو ته ددرک وړ دى  ځکه جمهوررييس غني  دقوانينو دمور په توګه  داساسي قانون په تطبيق باندې  چې په خپله  دنورو قوانينو  اجرا کوونکى دى   ټينګار کوي  هغه خبره چې بايد  عملي شي  اوپه هېواد کې دقانون سالارۍ په نسبت اعتماد اوباور لاپسې پياوړى شي  او دنويو قوانينو په توشيح سره دهغو دتطبيق لپاره زمينه برابره شي .ځکه په هغه ټولنه کې چې قانون واکمن وي عدالت تضمينيږي  اودعدالت په شتون کې  کولاى شو دموکراسي دهغې په اصلي او اساسي مفهوم پلې کړو او ولسواکۍ ته  وده  ورکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته