اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت اووه قراردادونه تائید کړل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، چې په پایله کې یې د ۳۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت اوه قراردادونه تائید شول.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هرات، کندهار، مزارشریف او حامد کرزي نړیوال هوایي ډګرونو د امنیتي خدماتو پروژې تمدید، حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د حفظ او مراقبت پروژې تمدید، د پانګونې د زمینې برابرولو او پیاوړتیا پروژه، په کابل رواني روغتون کې د خدماتو وړاندې کولو پروژه، د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو د برېښنا دستګاود حفظ او مراقبت پروژو لومړۍ برخه، د زابل ولایت د اسلامي زده کړو لیلیو اعاشوي مواد او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست اعاشوي مواد په تائید شویو مواردو کې شامل دي.
جمهور رئیس غني په یادو پروژو د بحث پرمهال څرګنده کړه، د تدارکاتو بهیر او د قراردادونو په ورکړه کې قانوني معیارونه، اقتصادي بیه، کیفیت او شفافیت مطرح دي او د قراردادونو انحصار چې پخوا مروج وو د منلو وړ نه دی.
جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت د قطعاتو برېښنا دستګاو د حفظ او مراقبت پروژو په هکله وویل، یاد سیستم به په اوږدمهال کې د برېښنا د پایدار تولید په دستګاو بدل شي چې په دې هکله له نړیوالو همکارانو سره بحث روان دی. په غونډه کې ملي دفاع وزارت توظیف شو چې د برېښنا د اوسنیو دستګاو د حفظ او مراقبت لپاره یو مشخص دستورالعمل برابر کړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون پوهنې وزارت موظف کړ چې د راتلونکي کال لپاره د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د لیلیو اعاشوي قراردادونو د مرکزی کېدو په میکانیزم کار وکړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، والیان او ولایتي ادارې باید د تدارکاتو قانون د تطبیق په لاره کې په جدي ډول عمل وکړي او منظور شویو بودجو ته په پام مصرف وکړي.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت اړوند یوه پروژه د تدارکاتو قانون د نه رعایتولو په دلیل رد او د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او پوهنې وزارتونو درې نورې پروژې د زیات دقت او څېړنو په موخه راتلونکو غونډو ته وځنډول شوې.
په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د مسوولینو په ګډون، د سیګار ادارې د شفافیت ، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون، د شفافیت پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې څارونکو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته