امنیت

د نړيوالوځواکونو قوماندان: په کندزکې په روغتون بريد يوه تېر وتنه وه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٥
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قوماندان د امريکا د سنا په مجلس کې په کندز ښارکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په ودانۍ بريد يوه تېر وتنه وبلله.
په دې بريدکې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون١٩ تنه کارکوونکي ووژل شول .
د ناټو قوماندان جنرال جان کمپل د امريکا د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کې په کندزکې په دغه روغتون بريد يوه تېر وتنه وبلله.
ده ويلي دي: ناټو هيڅکله په روغتون بريد نه کوي او دغه هوايي بريد د افغان ځواکونو په غوښتنه ترسره شوى دى.
د بې سرحده ډاکترانو سازمان د دغو څرګندونو په ردولو سره ويلي دي چې دا مسئله نه شي کيداى يوه تېر وتنه وي. ځکه د روغتون موقعيت د (جي پي اس) له لارې افغان او د غوڅ ملاتړ ځواکونو ته ورکړى شوى و او د کندز په روغتون بريد څه د پاسه يو ساعت دوام وکړ.
د روانې اوونۍ د شنبې په سهار په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون په بريدکې د روغتون د ډاکترانو او ناروغانو په ګډون ٢٢ تنه ووژل شول او څو تنه نور هم سخت ټپيان شول.
د ناټو مقاماتو له پيښې وروسته تاييده کړې وه چې طالبان په روغتون کې ځاى پرځاى شوي وو. خو ويلي يې و چې ښايي دغه بريد د هغوى له خوا ترسره شوى وي.
له بله پلوه جمهوري رياست هم پرون اعلام وکړ چې د افغانستان دولت په کندزکې د طالبانو د ځپلو په خاطر د ايتلاف له ځواکونو څخه هوايي مرسته غوښتې وه.
خو د جمهوري رياست د وياندمرستيال په کابل کې په يوه خبري غونډه کې ويلي دي: په افغانستان کې د امريکا او د ناټو له ځواکونو سره زموږ اړيکې د هغه سند له مخې دي چې د حکومت له خوا لاسليک شوى دى چې پکې ويل شوي دي، هرکله چې اړتيا ليدل کيږي؛ موږ د ايتلاف له ځواکونو څخه مرسته غواړو چې د کندز په جګړه کې هم صدق کوي، خو جمهوري رياست دا نه مني چې دغه بريد د هغوى له غوښتنې وروسته ترسره شوى وي.
د ملي دفاع وزارت هم د ارګ دريځ تاييدکړى او ويلي يې چې په دې باب څيړنې دوام لري او نتيجه به يې ډير ژر د خلکو په واک کې ورکړې شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د تلې د مياشتې په يوولسمه نيټه په يوه خبري کنفرانس کې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د بريد په باب ويلي دي چې طالبانو په کندز ښار د امنيتي ځواکونو د بيا واکمنۍ په وخت کې له عامه اماکنو څخه استفاده کړې ده او دغو اماکن يې د خپل پوښښ په توګه انتخاب کړي دي او د خپل سوق او ادارې مرکز يې همدغه روغتون ته ليږدولى دى او هوايي ځواکونو هم د مخابروي زيګنالونو په اوريدو سره په دغه روغتون بريدکړى دى.
صديقي ويلي و چې د روغتون په ودانۍ له بريد څخه مخکې له دغه روغتون څخه ٩٥ تنه ناروغان ليږدول شوي و.
بايد وويل شي چې په کندزکې د بې سرحده ډاکترانو د بريد د څرنګوالي په باب ضد او نقيض خبرې اوريدل کيږي او طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي هلې ځلې کوي چې له دغې مسئلې په باب ناوړه تبليغات وکړي.
د چارو کارپوهان وايي: د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د هوايي بريد قضيه چې اوس په يوه پيچلې قضيه بدله شوې ده؛ د زياتې څيړنې غوښتنه کوي چې ثابته شي، طالبان له دغه روغتون څخه د سوق او ادارې د مرکز په توګه استفاده کړې، هغوى په خپله د جنګي او بشر ضد جنايت عاملين دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته