امنیت

په پروان کې د غلا په تور د درېيو تنو نيول کېدل

کابل/باختر/ دچنګاښ ٥مه
امنيتي ځواکونو نن درې کسان د دوو موټرو د غلا په تور ونيول .
د پروان د امنيې قوماندانۍ د وياند د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد سليم نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان دغلا په څو پېښو کې لاس لري .
نوري وويل: دغو کسانو دوه موټرونه د دغه ولايت له جنګل باغ څخه غلا کړي وو او غوښتل یې شمال ته يې ولېږدوي چې د سيمې د خلکو په همکارۍ او د سالنګونو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا د دې ولسوالۍ په قلاتک کې ونيول شول .
پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته