سیاستخبرونه

د ارشاد ، حج او اوقافو وزير د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د هېواد د ارشاد حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي د ترکمنستان د بهرنيوچارو له وزير رشيد مردوف او ملګري هيئت سره او په کابل کې د دغه هېواد له سفير سره وکتل.
باختراژانس د حج اواوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبرراکړ: د هېواد د ارشاد حج اواوقافو وزير د ترکمنستان هيئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو په تېره بيا د آقينه د جامع جومات د جوړولوپه برخه کې د دغه هېواد د بشر دوستانه مرستو مننه او قدرداني وکړه اوڅرګنده يې کړه چې ترکمنستان د دوست ، ورور اوښه ګاونډي هېواد په توګه له موږ سره ځانګړي ځاى لري.
حليمي د خپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ چې د کابل او عشق اباد ترمنځ ښو او دوستانه اړيکو ته په اشارې سره ديني ، تاريخي،علمي او فرهنګي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراختيا وکړي.
د افغانستان د ارشاد حج اواوقافو وزير د ترکمنستان د بهرنيوچاروله وزير څخه وغوښتل چې ترکمنستان ته د کتنې اود دغه هېواد له عالمانو سره د تجربو د تبادلې اوکتنې په خاطر د افغانستان د عالمانو د سفر زمينه برابره کړي او دغه راز د ارشاد حج اواوقافو وزارت لپاره په کابل کې د کتابتون لپاره د يوې سترې ودانى د جوړولو غوښتنه وکړه .
وروسته مردوف د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو له وزير سره د کتنې په خاطر د خوښي په ترڅ کې هغه ته بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکې کې ترکمنتسان ته سفروکړي او دغه راز مردوف د ارشاد حج اواوقافو د وزير له خوا د غوښتل شويو مواردو په ترڅ کې او دعالمانو د اړيکو په برخه کې له دغه وزارت سره ژمنه وکړه.
په پاى کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې دغه هېواد په بېلابېلوبرخو په تېره بيا د سيمې د ديني عالمانو ترمنځ د فرهنګي او علمي اړيکو په تامينولو کې همکارى او فعال رول سره علاقمند دى .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته