ورزش

دهيواد دکيک بوکس ورزشکاران پرتګال ته لاړل .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دهيواد دکيک بوکس  ورزشکاران نن ددغې څانګې په نړيوالو سياليو کې دګډون په مقصد له کابل څخه پرتګال ته روان شول
دباختراژانس دخبريالدخبر له مخې دکيک بوکس نړيوالې سيالۍ دنړۍ دڅه دپاسه شپيتو هيوادونو دورزشکارانو په ګډون  دروان ميلادي کال  داپريل دمياشتې له يوويشتمې نيټې څخه دپرتګال  په کوربه توب  پيليږي اودرې ورځې دوام کوي .
دبدني روزنې سپورت او دالمپيک دملي کميټې داطلاعاتو او دعامه پوهاوي مسوول رامين سالک دباختر اژانس خبريال ته وويل  په دغو سياليو کې له افغانستان څخه روح الله محمدي په منفي اوياکيلوګرامه وزن کې ، دستګير پنجشيري  په مثبت  پنځه اتيا کيلوګرامه وزن کې او اجمل فرابي په مثبت پنځه اويا کيلوګرامه  وزن کې ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته